پامپیو وایی، امریکا به د سلواکیا د امنیت او اقتصاد ملاتړ کوی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104504

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایی، امریکا به د سلواکیا د امنیت او اقتصاد ملاتړ کوی.

دا خبره ده مرکزی اروپا ته د خپل سفر پر مهال کړې. د ده د سفر هدف په سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ کمول ښودل شوی دی.

ده وویل:

“زه غواړم د سلواکیا خلک پوه شی چې امریکا دخیله ده او موږ بېرته راغلو.”

پامپیو دا خبرې په ګاونډی اتریش کې د ازادۍ د وره د یاد څلی په مراسمو کې د ګډون پر مهال وکړې.

دا څلۍ د هغو ۴۰۰ کسانو په یاد جوړ شوی چې په ۱۹۴۵میلادی او ۱۹۸۹میلادی کال کې د هغه مهال چکوسلواکیا پر پولو په داسې حال کې وژل شوی وو چې غوښتل یې تر اوسپنېزې پردې واوړی.

اوسپنیزه پرده د هغه پولې نوم و چې اروپا یې پر دوو برخو وېشلې وه.

دا نوم د شوروی اتحاد د هغو هڅو سمبول دی چې غوښتل یې د شوروی اتحاد او نورو متحدانو مخه ونیسی چې له لویدیځ سره تماس ونه‌لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104504

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 1 = 5