پامپیو: امریکا لا هم د جمال خاشقجی د وژنې په اړه تحقیقات کوی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104423

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایی، هېواد یې لا هم د سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژنې په اړه تحقیقات کوی.

نوموړی پرون هنګری ته د خپل سفر پر مهال وویل چې امریکا د دې قتل د شاته کولو په هڅه کې نه ده.

مایک پامپیو زیاته کړه چې هېواد یې د ټولو هغو کسانو چې د خاشقجی په قتل کې ښکیل دی، د ځواب ویلو لپاره لا ډېر اقدامات وکړی.

جمال خاشقجی د تېر کال په اکتوبر کې د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودی عربستان په قونسلګرۍ کې په مرموز ډول ووژل شو.

د امریکا د کانګرس غړو د دې قتل د عاملانو د مجازاتو په برخه کې د امریکا د لا جدی اقداماتو غوښتنه کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104423

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




99 − = 98