ټکنالوژی د ځوان نسل پر روغتیا څه اغیز کړی؟

  • خپرول: ۲ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 50031

ارواپوهان وایی چې دوی په انسانانو کې د نوی ټکنالوژی زیاتېدو سره نوې کیفیت موندلی، چې ددې کیفیت نوم نومو فوبیا دی، معنا دا چې no mobile phone fear چې په انسان کې د مبایل نشتوالی په حالت کې لیدل کیږی، او یا د مبایل نه استعمالولو پر وخت لېدل کیږی.

دا کیفیت تر ټولو ځوان نسل اغیزمن کوی، که چیرې پر انسان دغه کیفیت زیات شی له ستر مصیبت او خفګان سره مخ کیږی، او د چاپیریال سره یې علاقه او دلچسپی ختمیږی، څیړونکی دا حالت داسې بیانوی چې دغه کار د انسان عادت جوړیږی چې ځان خلاصول ورته ورڅخه ستونزمن شی.

دغه عادات او بدې پایلې یې په لاندې ډول دی:

کمپیوټر ته زیاته موده کېناستل

کمپیوټر ته زیاته موده کېناستل او دېته دوامدار کتل د سترګو روغتیا له ګواښ سره مخ کوی، دېته د په طبی اصطلاح Computer prophesy syndrome ویل کیږی، دا هغه حالت یا ناروغی ده چې انسان ته د اوږدې مهاله کمپیوټر ته کېناستا له امله راپیدا کیږی، چې له امله یې انسان ته سر دردی، سترګو جال جال کېدل یا نظر خړیدل ناروغی راپیدا کوی.

په کار ده چې تر لسو دقیقو ډیر کمپیوټر یا مبایل ته ونه کتل شی، هر لس دقیقې وروسته باید سترګې له شلو څخه تر څلویښت ثانیوو پورې، پورته زور ونېول شی چې پخه تیاره په سترګو راشی او د کمپیوټر ډیسپلی هغه اثرات ترې ختم شی، همدا ډول کمپیوټر ته ډېر په غور او ځیر ځیر باید ونه کتل شی او د کمپیوټر روڼتیا Brightness په نورمال حالت کې وساتل شی، نه دا چې ډیره کمه وی او ځیر ځیر کتلو مو اړ کړی او نه دا چې دومره تېزه وی چې په سترګو مو درد راولی.

د ګوتو لپاره زیان

د لاسونو کارپوهان وایی چې د کمپیوټر یا مبایل استعمال پر وخت انسان له خپلو ګوتو څخه ډېر کار اخلی، چې په طبی اصطلاح د tendonitis of ride په ناروغۍ اخته کیږی، دا د ګوتو دننه هډوکو یوه ناورغی ده، چې په یو ډول استعمال سره راپیدا کیږی او ورسره د ګوتې هډوکی او مړوند کې درد، پړسوب او حساسیت رامنځته کیږی.

د کمپیوټر یا مبایل استعمال خو د ګوتو نه کارولو نه پرته ناشونې دی، نو په کار ده چې ددې استعمال پر وخت هره یوه شېبه وروسته ګوتو ته د خوځولو یا نیغې او کات کولو په واسطه ورزش ورکړل شی.

د ملا او غاړې دردونه

د کمپیوټر استعمال د څو دقیقو خبره نه وی، اکثره خلک په ساعتونو ساعتونو کمپیوټر ته ناست وی او کار کوی، چې پایلې یې خطرناکې وی، او ورڅخه د ملا او غاړې تل پاتې دردونه رامنځته کیږی، او همدا ډول د غاړې شاتنۍ برخې هډوکو او عضلاتو کې ستونزه رامنځته کیږی چې له عملیاتو پرته یې درملنه هم ناشونې کیږی.

ددې لپاره څیړونکی وایی چې څومره شونې وی باید د کمپیوټر کار په ولاړه ترسره شی، خو د کمپیوټر استعمال هم د ناستې نه پرته ناشونې دی، باید هر نیم ساعت یا زیات نه زیات یو ساعت وروسته انسان له خپل ځایه پاڅیږی، له ملا او لاسونو (اوګو، څټ، غاړې) ستړیا وباسی او یو څو قدمه هم واخلی.

تر ډېره وخته ناسته

ښکاره خبره ده چې د کمپیوټر، لیپټاپ او مبایل د استعمال پر وخت د ټکنالوژی او په ځانګړی ډول یو شمېر ټولنیزې رسنۍ او ویبپاڼو سره ډیر تړاو او اشنایی پیدا کیږی، چې زمونږ د لس دقیقو کار په یو ساعت کې هم سر ته نه رسیږی، نو له همدې امله زیاته ناسته هم یو شمېر ناروغۍ رامنځته کوی، لکه د زړه ناروغی، شکر او کولیسترول زیاتېدل.

د لیپټاپ غلط استعمال

د لیپټاپ استعمال د ارامتیا لپاره په څو ډولونو ترسره کیږی، څوک یې مخې ته ږدی، څوک په میز، څوک غیږ کې او یا یې په غزولو پښو ږدی او استعمالوی یې، د لیپټاپ استعمال په پښو کیښودلو سره د پوستکی ناروغۍ رامنځته کوی، چې ورته په طبی اصطلاح Erythema ویل کیږی، دا د پوستکی رنګ بدلوی او یا په کې ټاپې راپیدا کوی، ځکه چې د لیپټاپ څخه وتلې هوا ګرمه وی او بدن ته له اندازې زیات ګرموالی رسوی چې ورسره پوستکی کې تل پاتې ټاپې راپیدا کوی او یا داسې ښکاری چې سوزېدلی وی.

همدا ډول د غږیز او یا ویډیو پورته اواز اورېدلو سره غوږونو ته زیان زسیږی، په غوږ کې د اواز اورېدنې او توجو ساتنې مادې وړتیا کمزورې کوی، د ډاکټرانو د وینا پر اساس باید په ګوشکونو کې نیمه درجه یا هم له دې کم اواز وغږول شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=50031

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *