ټرمپ: په افغانستان کې په جګړه مو هر کال ۵۰ میلیارده ډالر لګیږی

  • خپرول: ۱۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 102901

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایی، هر کال یې په افغانستان
کې ۵۰ میلیارده ډالر په جګړه مصرفیږی او زیاته کړې یې ده چې دغه
جګړه باید پای ته ورسېږی.

د امریکا ولسمشر  ټرمپ تېره ورځ پر خپل ټوېټر لیکلی چې په افغانستان
کې روانه جګړه او لګښتونه
باید پای ته ورسېږی.

“ماته
په سوریه او افغانستان کې د نه ختمېدونکو جګړو نامحدوده لګښتونو او وژنو زیاته ګډوډی
په میراث پاته شوې ده، ما د خپل کمپاین پر مهال په قوت سره وویل چې دا جګړې باید پای
ته ورسېږی، موږ هر کال په افغانستان کې ۵۰ میلیارډ
ډالر لګوو او هغوی مو سخت ځپلی چې اوس موږ د سولې په اړه خبرې کوو.”

ولسمشر ټرمپ دغه
څرګندونې داسې مهال کوی چې تېره اونۍ نیوریاک ټایمز ورځپاڼې راپور ور کړ چې افغان
ولسمشر محمد اشرف غنی‌ ډونالډ ټرمپ ته په یو لیک کې په افغانستان کې د امریکایی
سرتېرو د پاتې کېدو لپاره د دغو ځواکونو د مصرف د کمېدو
وړاندیز کړی وو.

دغې
ورځپاڼې ویلی و چې د افغان ولسمشر په لیک کې د وړاندیزونو له مخې په افغانستان کې
د امریکایی ځواکونو لګښت په کال کې دوه میلیارده ډالره کمېدلی
شی
او د ځواکونو شمیر تر درې زرو ټیټیدی شی.

امریکایی چارواکو په تکرار ویلی چې له افغانسان څخه د سرتیرو د ایستلو او
په دې هیواد کې د جګړې د ختمولو هوډ لری.

په ورته وخت ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر له افغانستان څخه د امریکایی پوځیانو
د ایستلو ژمنه تازه کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له
موافقی وروسته به خپل پوځیان له دغو هیواد څخه وباسی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102901

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *