ټرمپ ولې پورن لوبغاړې سټورمی ډانیلز ته ۱۳۰ زره ډالر ورکړی وو؟

  • خپرول: ۱۷ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 57119

ټرمپ او ډانیلز

د انځور حقوق
Reuters

پورن لوبغاړې سټورمی ډانیلز په یوه تلوېزیونی پروګرام کې د امریکا پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملنډې وهلې. نوموړې دا کار په داسې وخت کې کړی چې د دواړو ترمنځ د یوې قضایی مسلې په اړه لانجه روانه ده.

د رپوټونو له مخې، د ټرمپ یوه وکیل په ۲۰۱۶ کال د پورن فلمونو دې اداکارې ته ۱۳۰ زره ډالر ورکړی وو چې د دواړو [ټرمپ او ډانیلز] ترمنځ د نامشروع اړیکې د قضیې په اړه چوپه خوله پاتې شی.

ټرمپ دا نه منی چې ګنی له هغې سره یې دا ډول اړیکه لرله.

خو وایی ډانیلز ته یې د خپل وکیل مایکل کوهین په لاس ددغه مبلغ رسولو خبره کړې، چې وایی مخه یې دا وه چې هغه [ډانیلز] له “دروغجنو او سپکوونکو” خبرو لاس واخلی.

د “سټرډې نایټ لایف” کومیډی پروګرام کې ممثیل الیک بالدوین د ټرمپ پېښې وکړې، بن سټیلر د کوهین په رول کې ولوبېد، خو ډانیلز خپل اصلی رول ولوباوه.

سټورمی ډانیلز ویلی په ۲۰۱۶ کال یې له ټرمپ سره یوه معامله لرله او له هغه سره یوځل ویده شوې هم ده.

د ډانیلز او ډونلډ ټرمپ د مینې کیسه کوم لور ته ځی؟

له ټرمپ سره د اړیکو پټ ساتلو لپاره پورن لوبغاړې ته یولک دېرش زره ډالر ورکول

د انځور حقوق
AFP

Image caption

کوهین په تېره فبرورۍ کې ومنله چې ډانیلز ته یې ۱۳۰ زره ډالر ورکړی، خو لامل یې روښانه نه کړ

په یوه صحنه کې بالدوین (د ټرمپ په رول کې) له خپل وکیل (سټیلر) سره د قضیې د پای ته رسولو په موخه له ډانیلز سره د تیلیفونی اړیکې پر نیولو سلا کېږی.

کله چې سټیلر له ډانیلز سره اړیکه نیسی او ترې پوښتی چې ایا یوازې ده؟ بالدوین ترې پوښتی چې: “څه شی دې اغوستی؟.”

بیا بالدوین وایی ټول پوهېږی چې دا اړیکه د ګومان پربنسټ “مازې تمثیل” و، ډانیلز ورته وایی: “زه په پورن فلمونو کې لوبېږم. موږ په تمثیل کې شهرت نه لرو.”

د انځور حقوق
Reuters

کله چې بالدوین له ډانیلز نه د دې قضیې یومخیزه کولو غوښتنه کوی، دا ورته د “استعفا” ټکی کاروی.

بالدوین بیا وایی “د شمالی او جنوبی کوریا ستونزه مې حل کړه، نو ولې د خپلې ستونزې په حلولو کې پاتې راځم؟.”

ډانیلز ځواب کې ورته وایی “پوهېږم چې ته د اقلیم بدلون نه منې، خو ګرانه یو توپان راروان دی.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=57119

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *