ټرمپ له افغانستان څخه د عسکرو ویستلو ژمنه تازه کړې

  • خپرول: ۲۷ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 100553

له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ نوۍ ژمنه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا کانګرس له غړو سره په ناسته کې یو ځل بیا له افغانستان او سوریې څخه د امریکایی عسکرو د ویستلو په اړه خپله ژمنه تازه کړې ده.
امریکایی سناتور رانډپاول تیره ورځ له ډونالډ ټرمپ سره د سناتورانو له اوږد مجلس وروسته رسنیو ته ویلی دی چې له ټرمپ سره یې د افغانستان د جګړې په اړه اوږده او ژور بحثونه کړی دی او په وینا یې ټرمپ ورته سل سلنه ډاډ ورکړی او ژمنه یې ورسره کړې ده چې له افغانستان څخه به بهرنی ځواکونو وباسی او له پلان سره سم به امریکایی عسکر بیرته په کور کوی.
رانډپاول زیاته کړې ده چې ټرمپ ورته ویلی چې د افغانستان په جګړه کې مصرفېدونکې پیسې به د امریکا په پرمختګ او رغونه او کورنی امنیت کې مصرفوی.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم ډونالډ ټرمپ له سوریې څخه د امریکایی عسکرو د راویستلو اعلان وکړ او له هغې وروسته یې له افغانستان څخه د اوو زرو امریکایی عسکرو ویستلو خبره هم کړی وه خو سپینې ماڼۍ ویلی وو چې په دې اړه تر اوسه کوم پریکړه نه ده شوې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100553

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




78 − 68 =