ټرامپ: شمالی کوریا لا اوس هم یو اټمی ګواښ شمېرل کېږی

  • خپرول: ۲ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 65325

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرامپ د شمالی کوریا په وړاندې د بندېزونو د غځولو په اعلان سره، لامل یې د اټمی وسلو د لرلو په خاطر د یاد هېواد فوق العاده ګواښ بللی دی.
ټرامپ تردې وړاندې له کیم جونګ اون سره تر لیدنې وروسته وویل چې شمالی کوریا نور ګواښ نه شمېرل کېږی.
د امریکا دفاع وزارت ددغه کار لامل له دیپلوماټیکو هڅو څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت پنتاګون ویلی چې ددغه کار موخه، له دیپلوماټیکو هڅو څخه ملاتړ بلل کېږی.
ټرامپ د شمالی کوریا له مشر سره دخپلې لیدنې په وروستیو شېبو کې ژمنه ورکړې وه چې د کوریا په ټاپوه کې کلنی پوځی تمرینونه به پای ته ورسېږی.
دغه پرېکړه د ډیریو کسانو لپاره حیرانوونکې بلل شوې، ځکه امریکا ویلی وو چې له ملګرو هېوادونو سره پوځی تمرینونه، له جنوبی کوریا سره د یاد هېواد د پوځی ایتلاف یوه مهمه برخه ده او یوازې دفاعی بڼه لری.
امریکا له ۲۰۰۸ راهیسې د شمالی کوریا په وړاندې ملی بېړنی حالت اعلان کړی دی. له یاد وخت راهیسې د امریکا ولسمشرانو په خودکار ډول دغه حالت یې غځولی او بندېزونه په مساوی ډول ترسره شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65325

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *