ټرامپ د شمالی کوریا له مشر سره دخپلې دوهمې لیدنې د ترسره کېدو وخت په ډاګه کړ

  • خپرول: ۲۹ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 100827

سپینې ماڼۍ د شمالی کوریا او امریکا مشرانو د لیدنې وخت له اعلان خبر ورکړی دی.
سپینې ماڼۍ په یوه ویناپاڼه اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپل دفتر کې د شمالی کوریا له یوه پلاوی سره لیدنه کړې او د ترسره شوې هوکړې له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون د فبروری میاشتې په وروستیو کې به په هغه ځای کې چې وروسته په ډاګه کېږی، به سره لیدنه وکړی.
د رویټرز په حواله، تردې وړاندې هم امریکایی چارواکو ددې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره د شمالی کوریا مشر د ځانګړی استازې د لیدنې او ددې هېواد له ولسمشر سره د لیدنې په موخه دده له طرح خبر ورکړی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100827

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *