ټرامپ د افغانستان جګړې په اړه دخپل دفتر له کارکوونکو څخه سلامشورې اخیستی

  • خپرول: ۱۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 82171

په امریکا کې د نوی خپور شوی کتاب له مخې، ټرامپ په افغانستان کې دخپل هېواد د ۱۷ کاله جګړې په اړه دخپل شاوخوا وګړو څخه چې ددغه هېواد په اړه هیڅ ډول تخصص نه لری، سلامشورې واخیستې.
د بیزنیس اینسایدر د راپور له مخې، سربېره پردې چې ټرامپ تل دخپل ټاکنیز وخت راهیسې د افغانستان په اړه د یاد هېواد پخوانی ولسمشر بارک اوباما له کړنې څخه نیوکه کړې خو امریکا اوس هم په افغانستان کې په جګړه ښکېل دی او دی د غیرمتخصصو کسانو له خوا ددې جګړې په اړه د سلامشورې په لټه کې دی.
دی په همدې تړاو یوه ځلې له خپل شخصی سلاکار څخه د افغانستان جګړې په اړه مشورې وغوښتلې. د وېرې کتاب لیکونکی باب وودوارد وایی چې شونی ده ټرامپ ددې مسالې په اړه حتا له هغو کسانو څخه چې د ورځې په اوږدو کې دده ترڅنګ شتون لری، مشورې و اخلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82171

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 2 = 1