ټرامپ: د افغانستان جګړه خواشینوونکې ده

  • خپرول: ۱۴ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 111259

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې روانه جګړه خواشینوونکې او احمقانه وبلله.
ده چې پرون /سې شنبه/ په واشنګټن کې د ناټو له سرمنشی ینس ستولتنبرګ سره خبرې کولې، دا هم وویل چې په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو د دې هیواد د کشالې د پای ته رسولو لپاره مهم ګامونه اخیستی دی.
د سپینې ماڼۍ له خببرپاڼې سره سم، ټرمپ وویل«فکر کوم موږ په افغانستان کې په وروستیو کې لوی ګامونه پورته کړی. دې ته موږ بې پایه جنګ وایو. ۱۹ کاله. حقیقی شمېر یې ۱۹ کاله دی. دا د افسوس وړ ده. احمقانه ده. او دا (د پای ته رسولو لپاره) ښه وخت دی.»
ده په عین حال کې وویل«موږ ډېر ګامونه هم اخیستی دی. په افغانستان کې ډېر کارونه کېږی چې ډېر مثبت دی. نو موږ به وګورو چې دا ټول څه نتیجه ورکوی او زه ستاسو د مرستې ستاینه کوم.»
د ناټو سرمنشی ینس ستولنبرګ وویل چې ناټو تړون د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل د موندلو لپاره د امریکا د هلوځلو ملاتړ کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=111259

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *