ټرامپ بېړنی حالت اعلان کړ

  • خپرول: ۲۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 105127

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په جنوبی پولو کې د تاوتریخوالی ډکو پېښو په پلمه ددې هېواد په ټولو برخو کې د بېړنی حالت امر صادر کړی دی.

په ورته حال کې د ډموکراټ ګوند پېژندل شویو استازو نانسی پلوسی او چاک شومر په یوه ګډه ویناپاڼه، د ټرامپ دغه فرمان ته غبرګون ښودلی دی.

ددغو استازو په ویناپاڼه کې راغلی: په رښتنی توګه د ولسمشر له خوا د یوې غیررښتنې پېښې ښودل د اساسی قانون روښانه نقض دی او هېواد به د ناامنۍ خواته یوسی.

د رویټرز د لیکنې له مخې، د بېړنی حالت په اعلان سره د امریکا ولسمشر کولای شی ددې هېواد کنګرې له تصویب او اجازې پرته، د مکسیکو په پوله کې د دېوال د جوړولو په موخه د بودجې له نورو برخو مالی اعتبار ترلاسه کړی.

د امریکا ولسمشر په باور، د مکسیکو په پوله کې د دېوال جوړول به دې هېواد ته د ناقانونه کډوالو له دننه کېدو څخه د مخنیوی لامل وشی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105127

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *