ټرامپ اوس مهال له ناهیلیتوب او ستړیا سره مخ شوی

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 78112

فرانس پرس د ټرامب له ستراتېژی څخه د یو کال په تېرېدو سره د افغانستان حالاتو په اړه په یو راپور کې لیکی چې د افغانستان لپاره د ټرامپ له ستراتېژۍ څخه یو کال تېرېږی، خو د جګړې پای په اړه خوشبینی نه لیدل کېږی. اوس مهال ټرامپ له ناهیلتوب او ستړتیا سره مخ شوی. هغه ځای چې امریکایی مالیه ورکوونکو څه باندې زر میلیارډ ډالر مصرف کړی، خو اوس هم امریکایی سرتېری پکې وژل کېږی.
فرانس پرس په خپل راپور کې د افغانستان لپاره د ټرامپ له یوې کلنې ستراتېژۍ څخه خبر ورکړ. په دغه راپور کې راغلی چې د افغانستان لپاره د امریکا ولسمشر له ستراتېژۍ څخه یو کال تېر شوی او یوازینی هغه شی چې مو شاهد ول، په دغه هېواد کې د تاوتریخوالی او نښتو ترسره کېدل وو.
یوازې د تېرو څو ورځو په ترڅ کې طالبانو او داعش د افغانستان په ټولو برخو کې خونړی بریدونه ترسره کړی چې له امله یې ګڼ شمېر ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اړول شوې او یو مورد یې پر یو روزنیز مرکز باندې د داعش برید وو چې له امله یې لسګونه زده کوونکی ووژل شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78112

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *