ټرامپ: احساس کوم چې اېران په نېږدې راتلونکې کې له موږ سره خبرې کوی

  • خپرول: ۱۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 73798

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرامپ په تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې اېران به په نېږدې راتلونکې کې دده له دولت سره خبرې وکړی.
د ټرامپ له نویو څرګندونو نه مخکې، د اېران سپاه پاسداران د ډلې قوماندان د اختلافونو د حل په موخه له اېرانی چارواکو سره د مستقیمې لیدنې په موخه د چمتوالی پرسر د ټرامپ خبرو په غبرګون ویلی وو چې هیڅکله به دا ډول لیدنه ترسره نشی.
دی ویلی چې اېران شمالی کوریا نه دی چې د ټرامپ د لیدنې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی.
دونالډ ټرامپ چې په فلوریدا ایالت کې دخپلو پلویانو په منځ کې خبرې کولې وویل: « ما امریکا هېواد د اېران له یو اړخیزې هوکړې څخه بهر کړ.»
ټرامپ وویل، زما احساس دادی چې دوی به په نېږدې راتلونکې کې له موږ سره خبرې وکړی. ممکن دا به نشی، خو دا هم کومه اشتباه نده.
د امریکا ولسمشر د دوشنبه په ورځ د ایټالیا د لومړی وزیر جوزپه کونته سره په یوه ګډه خبری ناسته کې وویل: « که د اېران مشران وغواړی لیدنه وکړی، هیڅ کوم شرط هم نه لرم او هر وخت چې وغواړی له دوی سره خبرې کوم».
دی څرګند کړ: دا موضوع هم زموږ لپاره، هم ددوی او د نړۍ لپاره ښه ده. که دوی وغواړی، زه هم لیدنې ته چمتو یم.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=73798

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 10 = 16