ټاکنیز مواد د چورلکې په واسطه فاریاب ولایت ته لېږل شوی

  • خپرول: ۱۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87598

د شاهین ۲۰۹ قول اردو مسولین وایی د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حساسو ټاکنیزو موادو سل صندوقونه د ملی پوځ چورلکو په واسطه فاریاب ولایت ته لېږل شوی دی.
یاد قول اردو نن چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دا صندوقونه د ملی پوځ د چورلکو په واسطه د شاهین له کمپ څخه فاریاب ولایت ته لېږل شوی او د یاد ولایت د ټاکنو کمیسیون مسول ته سپارل شوی دی.
نوموړی قول اردو وایی چې د ټاکنیز امنیت د ټینګښت ترڅنګ چې د امنیتی ځواکونو پرغاړه دی، لیری پرتو ولایتونو ته د حساسو موادو لېږل په لومړی ګام د امنیتی ځواکونو ترټولو اساسی دندو څخه شمېرل کېږی.
امنیتی ځواکونه د چارواکو د لارښوونې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په همغژی، حساس ټاکنیز مواد چې د هغه د ځمکنیو لېږلو زمینه برابره نه شوه، د هوا له لارې او د ملی پوځ چورلکو په واسطه لېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87598

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *