ټاکنو کمیسیون: یوازې بایومتریک رایې د منلو وړ وی

  • خپرول: ۱۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 87713

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وایی، د ولسی جرګې د ټاکنو په ورځ هغه رایه نه شمېرل کېږی چې د بایومتریک بارکوډ ونه لری.
د دې کمېسون یوې ویاندې کوبرا رضایی د دوشنبې په ورځ له بی بی سی سره خبرو کې وویل، چې دغو ټاکنو کې د بایو متریک کارولو چلن لار کې دا معیار ټاکل شوی دی.
د افغانستان د ولسی جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ کېږی.
کوبرا رضایی وایی، که دې ټاکنو کې رایپاڼه بارکوډ ونه لری نه منل کېږی.
“دې چلن لار کې رایو د شمېرلو معیار بارکوډ دی چې د رایه ور کوونکی له بایومتریک وروسته د هغه معلومات سیستم کې جمع کېږی او یوه شمېره لری چې بارکوډ ورته وایی”.
د افغانستان د ځینې سیاسی ګوندونو یوه غوښتنه دا وه چې په ولسی جرګې ټاکې بایومتریک سیستم سره وشی.
که څه هم لومړیو کې افغان حکومت ویل چې دا بهیر ډېر وخت نیسی، خو کله چې ځینې ولایتونو کې د ټاکنو کمېسونونو د تړلو ګواښ وشو او یا وتړل شول، نو له هغه وروسته حکومت وویل، چې ټاکنې بایومتریک سیستم سره کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87713

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *