ټاکنو کمیسیون: په ټاکنو کې له درغلیو څخه د مخنیوی په موخه روښانه تګلارې شتون لری

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 87988

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد د ملی او نړیوالو څارونکو،مدنی ټولنې، سیاسی ګوندونو او نورو اړوندو بنسټونو سره په یوه غونډه کې، وویل چې په راتلونکې ټاکنو کې له درغلیو څخه د مخنیوی په موخه، روښانه تګلارې ترلاس لاندې نیول شوی دی.
ښاغلی صیاد په هغې ناسته کې چې نن سه شنبه د یاد کمیسیون په مرکزی دفتر کې ترسره شوې وه، د تلی میاشتې د ۲۸ نېټې پارلمانی ټاکنو د ترسره کېدو په اړه ډاډ ورکړ او وویل چې د کمیسیون د هڅو له مخې، د رای ورکونې لپاره زمینه برابره شوې او خلک کولای شی د رایو صندقونو ته لاړ شی.
ښاغلی صیاد ټینګار وکړ چې له درغلیو څخه د مخنیوی په موخه روښانه تګلارې شتون لری چې رڼوالی تضمین کوی.
دده په وینا، له دغو تګلارو څخه ګټه پورته کول د صندقونو د ډکولو، نیابتی او تکراری رایو مخه نیول کېږی.
ټاکل شوې د شنبه په ورځ د غزنی پرته په ټول هېواد کې پارلمانی ټاکنې ترسره شی. د کورنیو چارو وزارت هم د ټاکنو امنیت د ټینګښت لپاره له بشپړ چمتوالی څخه خبر ورکړی دی. یاد وزارت اعلان کړی چې له ۵۰ زرو نه زیات امنیتی ځواکونه د رای ورکونې مرکزونو د امنیت ټینګښت په موخه ګمارل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87988

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *