ټاکنو کمیسیون: هغه نوماندان چې له ۲ سلنو لږې رایې ترلاسه کړی وی، ۳۰ زره افغانۍ جریمه کېږی

  • خپرول: ۱۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 107947

د ټاکنو کمیسیون مسولین وایی، د قانون له مخې هغه کسان چې په پارلمانی ټاکنو کې د ټولو رایو له ډلې له ۲ سلنو لږې رایې ترلاسه کړی وی، جریمه به شی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمی وایی، هغه کسان چې له ۲ سلنو لږې رایې ترلاسه کړی وی، ۳۰ زره افغانۍ جریمه کېږی او دا شمېر پیسې له هغو پیسو څخه کسر کېږی چې نوماندانو تردې وړاندې د ضمانت په ډول د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی وو.
داپه داسې حال کې ده چې د تلې میاشتې د پارلمانی ټاکنو پایلې د څو میاشتې په تېرېدو سره اوس هم په بشپړه توګه نه دی اعلان شوی او د ټاکنیزو کمیسیونونو د پخوانیو کمېشنرانو له لیری کولو او ددې کمیسیونونو لپاره د نویو غړو له ګمارلو وروسته، اوس مهال ددې ټاکنو برخلیک نوی کمیسیون ته سپارل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107947

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




5 + 1 =