ټاکنو کمیسیون: د پارلمانی ټاکنو د وروستی پایلې د اعلان بهیر درول شوی

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 105643

د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی چې ددې کمیسیون غړو د لیری کېدو له امله، د پارلمانی ټاکنو د وروستی پایلو د اعلان بهیر درول شوی دی.
د افغانستان ټاکنو کمیسیون ویاند مرستیال شیما علم سروش وویل: ترهغه چې د ټاکنیزو کمیسیونونو نوی غړی ونه ټاکل شی، د پارلمانی ټاکنو د وروستۍ پایلې د اعلان بهیر به له سره ونه نیول شی. د افغانستان پارلمانی ټاکنې د تلی میاشتې په ۲۸ او ۲۹ ترسره شوې خو ددې ټاکنو له ترسره کېدو څخه د څو میاشتې په تېرېدو سره تردې دمه یوازې د ۱۵ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوی او د نورو ولایتونو د وروستیو پایلو د برخلیک په اړه کوم خبر په لاس کې نشته.
د ټاکنو پراخې نیمګړتیاوې په داسې حال کې مطرح کېږی چې په دې وروستیو کې د ټاکنو کمیسیون ۱۲ جګپوړی غړی د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د فرمان له مخې لیری شول. له هغه وروسته د افغانستان لوی څارنوالۍ ددې هېواد د ټاکنیزو کمیسیونونو ۱۲ غړی ممنوع الخروج اعلان کړل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105643

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *