ټاکل شوې په مسکو کې د افغان سولې په اړه درې اړخیزه غونډه جوړه شی

  • خپرول: ۳ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 114177

ټاکل شوې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان سولې په اړه د روسیې، امریکا او چین د استازو دوهمه درې اړخیزه ناسته تر سره شی.
په کابل کې د روسیې سفارت د سې شنبې په ورځ د «اپرېل پر ۲۳مه» په یوې اعلامیه کې ویلی، چې په دغه درې اړخیزه ناسته کې به د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو ځانګړی استازی ګډون وکړی.
بیان وایی:” ټاکل شوې په دغه غونډه کې د افغانستان پر حالاتو، په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پر خبرو او همدارنګه د افغانستان د ملی پخلاینې پر بهیر هم خبرې وشی.”
د روسیې سفارت زیاتوی چې دغه درې اړخیزه غونډه د افغانستان په اړه د خبرو یو نوی نوښت نه دی، بلکې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د نړیوالو شرایطو د برابرولو لپاره د نړیوالو لوبغاړو یوه هڅه ده چې له دغو هڅو څخه د ملاتړ په هدف تر سره کېږی.
په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلو، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د چین ځانګړی ډنګ زیجن ګدون کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114177

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *