ټاکل شوې ولسی جرګه راتلونکې اونۍ پنځه وزیران استیضاح کړی

  • خپرول: ۲۹ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 94779

ولسی جرګه وایی د ۱۳۹۶ل مالی کال کې د پراختیایی بودجې د کم مصرف له امله پنځه وزارتونه استیضاح ته ور غواړی.
د دې جرګې مالی او بودجوی کمیسیون وایی دوی هوډ لری چې راتلونکې اوونۍ کې د ټولګټو، له مخده موادو سره د مبارزې، مخابراتو او ټکنالوژۍ، ټرانسپورټ او عدلیې وزارتونو وزیران استیضاح کړی.
د ولسی جرګې غړی وایی، د تېر مالی کال د پراختیایی بودجې له منځه تر ۷۰ سلنه هم ښکته لګول شوې او نوره مصرف شوې نه ده.
په ورته وخت کې د مالیې وزارت په خپرو کړو معلوماتو کې وایی، چې د روانې میاشتې تر ۲۶مې پورې د انکشافی بودجې ۹۱ سلنه لګول شوې، چې د تېر کال په پرتله خورا ډېره مصرف شوې ده.
تر دې وړاندې په ۱۳۹۵ل مالی کال کې ولسی جرګې د بودجې د ناکافی لګښت له امله اوه وزیران صلب صلاحیت کړل، خو پرېکړه یې ونه منل شوه او بیا یې هم خپلو دندو ته دوام ورکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=94779

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 1 = 9