ټاکل شوې ولسی جرګه د افغانستان حکومت پنځه وزیران استیضاح کړی

  • خپرول: ۲ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 95335

د افغانستان ولسی جرګې له اویا سلنې څخه د کمې بودجې د مصرفولو له امله د افغان حکومت د پنځو وزیرانو د استیضاح کولو لړۍ پیل کړې ده.
د عدلیې، له مخدره موادو سره د مبارزې، ټرانسپورټ، مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ او فواید عامې هغه وزیران د چې د ولسی جرګې په وینا نه دی توانېدلی چې د ۱۳۹۶ کال له اویا سلنې څخه زیاته پراختیایی بودجه مصرف کړی.
د ولسی جرګې د منشی په وینا د هغو وزیرانو لپاره به چې اویا سلنه پراختیایی بودجه یې نوی مصرف کړې صندقونه کېښودل شی.
د ولسی جرګې منشی عرفان الله عرفان د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د ولسی جرګې د فواید عامې، عدلیې، له مخدره موادو سره د مبارزې، ټرانسپورټ او مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیرانو د استیضاح کولو بهیر پیل کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=95335

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




57 − 47 =