ټاکل شوې نن د خبریالانو له ملی ورځې نمانځنه وشی

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 108982

نن دوشنبه په افغانستان کې د «خبریالانو ملی ورځ» لمانځل کېږی.
په‌دې اړه به په کابل او ولایتونو کې د غونډو پر مهال د خبریالانو او رسنیو د فعالیت پر اهمیت خبرې وشی.
د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا «نى» عمومی مشر مجیب خلوتګر پرون ناوخته ازادی راډیو ته وویل:
“دا ورځ په‌داسې وخت کې لمانځو چې د ځینو هم مسلکانو وینې مو وچې شوی نه‌دی. تر درېیو میاشتو مو په لنډه موده کې د رسنیو ۴ کارکوونکی له لاسه ورکړی دی.”
د حکومت کابینې روان کال د کب یا حوت پر ١۴مه په خپله غونډ کې د کب ٢٧مه د خبریالانو د ورځې په نوم ونوموله.
د دې تصمیم هدف د خبریالانو د هڅو او قربانیو قدردانى ښوول شوى دى.
ویل شوی په ٢٠١٨میلادی کې کال افغانستان، د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108982

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *