ټاکل شوې طالب استازی نن په قطر کې له زلمی خلیل زاد سره وګوری

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 101122

بی بی سی ته رسېدلی خبرونه وایی چې طالب استازی نن په قطر کې د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره کتنه لری.
ځینو طالب سرچینو د دغې کتنې پخلی کړی او وایی چې دواړه لوری به په دوحه کې سره جرګه کېږی.
دا خبر په داسې مهال خپرېږی، چې دغې ډلې وړاندې په دوحه او وروسته په پاکستان کې له امریکایانو سره له غږېدو په دې دلیل انکار کړی و چې ګنې په مخکنۍ ایجنډا کې یې بدلون راوستی دی.
د دې خبرو په درشل کې د امریکا د مرکزی قوماندانۍ لوی درستیز جوزیف ووټل په اسلام اباد کې د پاکستانی پوځ له مشر سره په کتنه کې پر افغان سوله او سیمه ییز ثبات خبرې کړې دی.
د پاکستان پوځ هم خپله وېبپاڼه کې ویلی چې جنرال جوزف ووټل او ورسره پلاوی د جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو پاکستانی چارواکو سره پر افغان سوله او پخلاینه او همدارنګه سیمه ییز امنیت او نورو مسلو خبرې وکړې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=101122

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 5 = 1