ټاکل شوې سبا ۵۷۰ ټنه افغانی صادراتی مواد د چابهار بندر له لارې هند ته ولېږل شی

  • خپرول: ۴ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 105874

ټاکل شوې چې سبا یکشنبه د افغانی صادراتو لومړنی کاروان چې ۵۷۰ ټنه صادراتی مواد پکې دی، د چابهار له لارې هندوستان ته ولېږل شی.
د افغانستان د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوری نن په کابل کې یوې خبری غونډې ته وویل چې د دې لارې په پرانیستلو سره اوس افغانستان کولای شی چې لاډېر صادراتی مواد هند، ایران او خلیج هېوادونو ته ولېږدوی.
دی وایی:
“ټاکل شوې چې سبا لومړنۍ جوپه د افغانانو تولیداتی توکی له زرنج ښاره د ورېښمو پله له لارې چابهار ته او له هغه ځایه هند ته ځی، دا لومړی ځل دی چې افغانستان په مستقیم ډول د چابهار له لارې هند ته تجارتی مواد صادروی.”
ښاغلی چخانسوری زیاته کړه، له دې لارې افغانانو ته د خپلو سوداګریزو توکو صادرول ارزان تمامېږی.
چابهار یوه تر ټولو ارزانه او نږدې ټرانزیټی لار ده چې افغانستان له نړیوالو اوبو سره نښلوی او نړیوالو بازانونو ته لار موندلای شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105874

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *