ټاکل شوې د ولسمشرۍ نوماندانو ابتدایی نوملړ د سلواغې په ۱۶ مه اعلان شی

  • خپرول: ۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 101541

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد د ولسمشرۍ نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پای ته په اشارې سره وویل: ددوی اسنادو له څېړنې وروسته د نوماندانو ابتدایی نوملړ به د سلواغې میاشتې په ۱۶ مه اعلان شی.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مشر د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو وغوښتل ترڅو په راتلونکې ټاکنو کې اړوند قوانین، لوایح او تګلارې مراعات کړی او د شکایاتو د لرلو په صورت کې د قانون په چوکاټ کې ګام پورته کړی.
دغه راز صیاد د ټاکنیزو شکایاتو له کمیسیون څخه هم وغوښتل ترڅو د مهال وېش له مخې د پاتی ولایتونو پایلې له کمیسیون سره شریک کړی ترڅو وروستۍ پایلې یې هم اعلان شی.
ده زیاته کړه: د اصلاحاتو په موخه عملی ګامونه اوچت شوی او کمیسیون په دې برخه کې د هغه پلی کولو ته ژمن دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=101541

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 39 = 42