ټاکل شوې د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې د سپوږمۍ تندر ونیول شی

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تکنالوژي او معلومات
  • د خبر شميره: 101150

د بی بی سی پاڼې له مخې، د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې به د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه کې خلک د سپوږمۍ د تندر نیولو ننداره کوی. ستور پېژندونکی وایی، د ځمکې کُره به د لمر او سپوږمۍ ترمنځ راځی، او سپوږمۍ به د څو ساعتونو لپاره په بشپړه توګه د ځمکې په سیورې کې پټه وی.
د ستور پېژندنې په ژبه کې دې حالت ته “بشپړ تندر نیول” وایی. کارپوهان وایی، دا حالت به د شمالی او سویلی امریکا په هېوادونو او همدا راز د لویدیځې اروپا او شمالی افریقا په ځینو برخو کې ولیدلی شی.
داسې اټکل کېږی چې د تندر نیولو پر وخت به سپوږمۍ تکه سره ښکاری، او له همدې کبله د “خونړی لېوه” نوم ورکړل شوی.
په دې حالت کې سپوږمۍ ځمکې ته تر ټولو نژدې واټن کې وی، او په اسمان کې تر نورو ورځو لویه ښکاری.
کارپوهان وایی، د لمر وړانګې به د ځمکې له مخه انعکاس کوی او بیا به پر سپوږمۍ ور پرېوځی، او د همدې وړانګو یا رڼا له برکته به خلک وکړای شی چې سره سپوږمۍ وګوری.
کله چې لمر تندر ونیسی نو خلکو ته سپارښتنه کېږی چې ورته ونه ګوری، خو کارپوهان وایی، د سپوږمۍ د تندر نیولو پر وخت وړانګې ډېرې کمزورې وی، او سترګو ته هېڅ تاوان نه رسوی. نو مطلب دا چې ورته کتلی شئ.
ستور پېژندونکی وایی، دا وضعیت به تر ۲۰۲۹ کاله بیا نه تکرارېږی، نو که یې څوک لیدو ته لېواله وی باید دا فرصت له لاسه ورنکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=101150

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *