ټاکل شوې د ملی امنیت مشر معصوم ستانکزی د ولسی جرګې له لورې استیضاح شی

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 53904

د ولسی جرګې د رئیسانو کمېټې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې چې د ملی امنیت عمومی رئیس معصوم ستانکزی استیضاح شی.
د دغې جرګې د غړو ترمنځ له اوږدو جنجالونو او بحثونو وروسته بالاخره د دغې جرګې د رئیسانو کمېټې پرېکړه وکړه چې د راتلونکې چهارشبنې په ورځ دې معصوم ستانکزی استیضاح شی.
د ولسی جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمی د دې جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومی غونډه کې د دغې جرګې د رئیسانو کمېټې پرېکړه داسې اعلان کړه:
“موږ د استیضاح د ورځې د معلومولو لپاره د راتلونکې دوشنبې او چهارشنبې په ورځو رأی‎ګېری وکړه، ۷ سره کارتونه پورته شوی او څلور شنه کارتونه، د دوشنبې ورځې لپاره ۴ شنه کارتونه پورته شول او د چهارشنبې ورځې لپاره ۷ سره کارتونه چې په ټوله کې ۱۱ کارتونه کېږی،۵۰ جمع ۱ هم تکمیل او د استیضاح موضوع د چهارشنبې په اجنډا کې شامله شوه.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=53904

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *