ټاکل شوې د سولې په مشورتی لویه جرګه کې د افغان کډوالو استازی هم را وبلل شی

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 109035

د افغانستان د سولې عالی شورا ‌وایی، په پلان کې ده چې په ایران کې د افغان کډوالو استازی هم د سولې په اړه مشورتی لویه جرګه کې چې ټاکل شوې د راتلونکی ۱۳۹۸ کال د ثور پر ۹مه جوړه شی ګډون وکړی.
د سولې د عالی شورا منشی محمد عمر داودزی او ورسره پلاوی چې دا مهال په ایران کې دی په هغه هېواد کې د افغانستان په سفارت کې د افغان کډوالو له استازو سره د مشورتی لویې جرګې په اړه خبرې کړی دی.
د سولې شورا ویاند سید احسان طاهری د دوشنبې په ورځ د «کب پر ۲۷مه» امریکا غږ ته وویل:”له هغوی څخه مو وغوښتل چې سر له اوسه په ایران کې د افغان کډوالو له ټولنو او غړو سره خبرې وکړی، تر څو په نژدې راتلونکی کې په لویه جرګه کې د غړو د عضویت په اعلان سره وتوانېږو چې په دغه جرګه کې په ایران کې د افغان کډوالو استازی هم ولرو.”
د ښاغلی طاهری په خبره، دوهم ګام په تهران کې د افغان کډوالو د استازو ترمنځ ټاکنی دی، چې د خپلو استازو تر ټاکل کېدو وروسته د سولې په اړه مشورتی لویه جرګه کې ګډون وکړی، او‌ خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109035

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *