ټاکل شوې د سولې ولسی حرکت غړی د ننګرهار په مومندرې کې غونډه وکړی

  • خپرول: ۲۰ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 108155

د سولې ولسی حرکت وایی، نن دوشنبه د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د سولې په ملاتړ ولسی غونډه کوی.
د دغه حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست پرون ناوخته ازادی راډیو ته وویل:
“د دوشنبې په ورځ مومندرې ولسوالۍ ته ځو، هلته له ولسونو سره ګورو، ولسونو ته د روانې جګړې په اړه معلومات ورکوو. دا ورته وایو چې دوى باید د سولې او اوربند غږ وکړی. د یکشنبې په ورځ په کږې ولسوالۍ کې په سلګونه کسانو د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې باید نور جنګ پاى ته ورسوی او ژر تر ژره اوربند وکړی.”
د سولې ولسی حرکت تر دې مخکې په کونړ او لغمان ولایتونو کې هم په ولسی غونډو کې د سولې او اوربند پر اهمیت ټینګار کړى و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108155

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




99 − 93 =