ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ درېیمه لوبه سبا ترسره شی

  • خپرول: ۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 80127

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ درېیمه یوه ورځنۍ لوبه سبا په بلفاست کې ترسره کېږی.
د دواړو لورو ترمنځ روانه اوونۍ د ۵۰ اورونو دوه لوبې وشوې چې یوه‌یې افغان لوبغاړو او بله‌یې پرون ایرلنډ د درې وېکټو په توپیر وګټله.
سبانۍ لوبه مهه ده، ځکه چې د دې لړۍ وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه ده او هر لوری که وګټله د دغو یو ورځنیو لوبو جام به خپل کړی.
افغان لوبډلې د ایرلنډ د دې سفر په ترڅ کې تر دې مخکې د ۲۰ اورونو له درېیو لوبو، دوه ګټلې وې او یوه د باران له امله نه‌وه شوې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=80127

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *