ټاکل شوې خلیل زاد نن په اسلام اباد کې له پاکستانی چارواکو سره وګوری

  • خپرول: ۲۷ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 100540

په پام کې ده چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن په اسلام آباد کې له پاکستانی چارواکو سره خبرې وکړی.
ښاغلی خلیل‌زاد سیمې ته په‌دې سفر کې چې د روانې میلادی میاشتې له اتمې یې پیل کړی، له دې مخکې هند، چین او متحده عربی اماراتو ته تللی او تر پرونه هم په کابل کې و.
خلیلزاد پرون په کابل کې د امریکا په سفارت کې په یوه خبری غونډه کې د طالبانو وروستی بیان ته په اشاره وویل چې که طالبان غواړی خبرې وکړې، ورسره خبرې کوو، که جګړه غواړی ورسره جګړه کوو، خو دوی هیله مند دی چې طالبان سوله وکړی.
طالبانو په دې بیان کې چې وړمه ورځ یې خپور کړی، ګواښ کړی چې له واشنګټن سره به تماسونه قطع کړی که امریکا د خبرو په اصلی محور کې په افغانستان کې د نړیوالو پوځیانو حضور شامل نه‌کړی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی هیله وښوده چې ډېر ژر به بیا له طالبانو سره خبرې وکړی، خو دقیقه نېټه یې په ډاګه نه‌کړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100540

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *