ټاکل شوې امنیتی چارواکی پر خبریالانو باندې د برید په تړاو راتلونکې اونۍ د مشرانو جرګې له لورې استجواب شی

  • خپرول: ۱۱ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 56176

د مشرانو جرګې یو شمېر غړی وایی، امنیتی مسوولین باید په کابل کې پر خبریالانو د برید ځواب ووایی، ځکه دوى داسې فکر کوی، چې ښایی د رسنیو پر کارکوونکو برید یوه دسیسه وی.
دوى نن د مشرانو جرګې په عمومی غونډه کې امنیتی مسوولین بې کفایته یاد کړل او په وینا یې، د دغه برید په اړه باید وضاحت ورکړی، چې ولې پر خبریالانو د برید په مخنیوی کې پاتې راغلی دی.
د مشرانو جرګې غړی زیاتوی، داسې شکمنې سیمې ته ولې خبریالانو ته د ورتګ اجازه ورکول کېږی.
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادی مسلمیار وویل، د راتلونکې یکشنبې په ورځ یې د کورنیو چارو وزیر او د ملی امنیت عمومی رئیس خپلې غونډې ته ورغوښتی، ترڅو پر خبریالانو د برید په اړه معلومات ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=56176

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *