ټاکل شوې امنیتی مسولین د ناامنیو زیاتوالی په تړاو ولسی جرګې ته راوبلل شی

  • خپرول: ۱۲ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 56353

د نا امنیو زیاتوالی او په شش درک سیمه کې د دوشنبې د ورځې مرګونو حملو، د ولسی جرګې غبرګون راپارولی دی.
د ولسی جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمی پر خبریالانو د تروریستی ډلو او په تېره د داعش حملې وغندلې او ټینګار یې وکړ چې حکومت د خبریالانو د امنیت په تامینولو کې پاتې راغلی دی.
ښاغلی ابراهیمی پرېکړه وکړه چې امنیتی مسؤلین دې د راتلونکې شنبې په ورځ، د جرګې عمومی غونډې ته وبلل شی.
نوموړی زیاته کړه:
“په خواشینۍ سره چې وروستۍ حمله زموږ پرګران مطبوعاتو وشوه، موږ د دې ترڅنګ چې دغه حمله غندو، په دغه درد کې ځانونه شریک ګڼو، په دې برخه کې د حکومت نیمګړتیا په جدی توګه محسوسه او ملموسه ده، موږ امنیتی مسؤلین تالارته غواړو چې په دې تړاو ځواب ووایی.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=56353

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *