ټاکل شوې افغان کریکټ لوبډله نن دوشنبه ماښام له ایرلنډ سره سیالۍ وکړی

  • خپرول: ۲۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 78349

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوریزو سیالیو لړۍ نن دوشنبه ماښام اووه نیمې بجې د ایرلینډ په کوربه توب پیل شی.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادی راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړی دغو سیالیو ته پوره چمتووالی لری او د ایرلینډ په وړاندې به ښې لوبې وکړی.
د نوموړی د معلوماتو له مخې، نبی عیسې خېل، راشد خان او مجیب ځدراڼ چې د انګلستان په شل اوریزو سیالیو وایټلیټی بلاسټ کې په لوبو بوخت وو، له ملی لوبډلې سره یوځای شوی دی.
افغانستان او ایرلینډ له دې وړاندې ۱۰ شل اوریزې لوبې کړی چې په ۷ کې افغانستان او په درېیو کې ایرلینډ بریا خپله کړې ده.
په دغه سفر کې به افغانستان له ایرلینډ سره د درېیو شل اوریزو سیالیو سربېره، درې پنځوس اوریزې لوبې هم وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78349

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *