ویښتان مو تویېږی؟ | ډاکټر اجمل درمان

  • خپرول: ۱۱ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 74164


Fb-Button

ډاکټر ته مه ورځئ، په خپل کور کې د ویښتانو تویېدو آسانه درملنه وکړئ

پېغله او زلمی، ځوان او بوډا، نارینه او ښځینه، ټول ښکلی، ډېر او ګڼ ویښتان خوښوی. ځکه همدا ویښتان دی چې په جذابیت کې ستر رول لری. خو له بده مرغه Hair detriment یا د ویښتانو تویېدل یوه ننګونه ده چې ډیری خلک ورسره لاس او ګرېوان دی.

ویښتان ولې تویږی؟

د وېښتانو توېدل ډېر زیات عوامل لری لکه محیطی عوامل، زیاتې اندېښنې او تشوی، نامنظم او غیر صحی خواړه، هورمونی تغیرات چې په میرمنو کې زیات لیدل کیږی، د میرمنو لخوا د اولاد بندولو ګولۍ خوړل، د ویښتانو شکل ورکولو بېلابېل واکسونه او جېلونو استعمال، جنیټیکی عوامل او ځینې درملونه شته چې د ویښتانو د تویېدو لامل کیږی.

په کور کې د ویښتانو تویېدو درملنه

دوه طبعی طریقې درته ښیېم چې په اسانۍ سره د ویښتانو د تویېدو مخنیوی کوی.

لومړی، د هګۍ ماسک:

په هګۍ کې په کافی اندازه سلفر، فاسفورس، سلینیم (Se)، آیوډین، زینک او پروټین شتون لری چې ټول په ګډه د ویښتانو په ښکلا، قوت او وده کې اغېزمن رول لری.

لومړی یوه دانه هګۍ راواخلئ، ماته یې کړئ او سپین یې په یوه پیاله کې واچوئ، بیا په کې یوه د ماستو خوړلو کاچوغه د زیتون تېل او یوه کاچوغه شات واچوئ. ښه یې ولړئ چې د شامپو په شکل جوړ شی. بیا مو پرې د سر د ټولو ویښتانو ریښې غوړې کړئ، شل دقیقې یا نیم ساعت یې پریږدئ او بیا یې په یخو اوبو پریمینځئ.

دغه کار په اونۍ کې درې ځلې تکرار کړئ، ان شاالله په یوه میاشت کې به تاسې ته په خپلو ویښتانو کې لوی بدلون ښکاره شی.

دویم، د پیازو جوس:

پیاز د بکتریا ضد خاصیت لری چې د همدې ځانګړتیا له مخې د پیازو جوس کولی شی د ویښتانو ریښې له میکروبونو وساتی. همدا ډول په پیازو کې شته سلفر د ویښتانو د فولیکولونو د وینی جریان ته پرمختګ ورکوی او د ویښتانو وده چټکه کوی او له تویېدو څخه یې مخنیوی کوی.

لومړی یوه برابره غوټه تازه پیاز راواخلئ، ټوټه ټوټه یې کړئ او بیا ترې جوس وباسئ. یوه پاغونده (مالوچ) پنبه راواخلئ او د پیازو په جوس یې کې یې لمده کړئ. بیا یې د ویښتانو په ریښو وموښئ. له شلو تر دېرش دقیقو یې پرېږدئ او بیا یې په تړمو اوبو پریمینځئ.

دغه کار په اونۍ کې دوه ځلی تکرار کړئ، ان شاالله په یوه میاشت کې به مو د ویښتانو تویېدل ورک شی.

یادونه: د پیازو د جوس ویستلو لپاره که جوسر ماشین نه وی نو له تراشک هم استفاده کولی شئ.

اړوند مطالب


د خولې بد بوی او درملنه یې | ډاکټر محمد اجمل درمان


په سرطان د اخته کېدو عوامل  | ژـ ډاکټر محمد اجمل درمان


سرطان یا کینسر څه ډول ناروغی ده؟ | ژـ ډاکټر محمد اجمل درمان


شکر ناروغی، عوامل او پرهېز یې | ژـ ډاکټر محمد اجمل درمان

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=74164

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *