وینه

  • خپرول: ۳۰ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 18461

لیکونکی:  وصیل الرحمن بصیری اوریاخیل د طب عالی تکنالوجست

 وینه ( Blood) : وینه د بدن یوه ځانګړې مایع ده چې په یونانې ژبه کې ورته هیما haima یانې وینه ویل کیږی . یوسړی چې وزن یې اویاکیلوګرام ۷۰ kg وی ، د بدن په رګونوکې یې لږڅه دپینځونه ترشپږ لیتره (۵-۶ liter )وینه بهیږی .

وینه د بدن حجروته غذایی اړین موادرسوی او د هغه ځایه بې ګټې یانې فضله مواد له ځانه سره بیرته انتقال کوی . د وینې دنده په لاندې ډول او لنډه توګه بیان کولای شو: • د بدن ټولوحجرو ته اکسیجن رسوی اودهغه ځایه کاربون دای اکساید او د میتابالیزم په کړنلاره کې بې ګټې تولید شوی مواد رااخلی . لومړی اکسیجن د هېموګلوبین په پروتین باندې تړل کیږی اوورپسې د سروکرویاتو په مرسته حجروته انتقال کیږی . •

د بدن معافیتی سیستم دنده ترسره کوی . په وینه کې سپین کرویات بهیږی اودانتی باډیAntibody په مرسته پردی موادتشخیص کوی اوله منځه یې وړی . • وینه داسی ځانګړتیاوې لری چې دوینوحجرولکه Platelets اودفیبرین پروتین په مرسته Fibrin پرڼ کیږی Coagulation ترڅودبدن څخه دوینې دضایع کیدنې مخنیوی وشی . •

وصیل الرحمن بصیری اوریاخیل

د هارمونونواواینزایمونولیږدول اودټپی شووحجروڅخه دزیګنالونورانیول • دبدن د PH یانې تیزابی اوالکالی خواصوکنترول اوبرابرونه چې نارمل قیمت یې ۷٫۳۵ – ۷٫۴۵= PH دی . په وینه کې دجامد وبڅرکوپه تیره بیا دالبومینودغلظت اوزموتیک فشاراندازه colloid osmotic vigour ددریوڅخه تر پینځه کیلو پاسکاله پورې ۲,۷–۴,۷ kPa رسیږی . وینه دتودوخې په صفرعشاریه شپږدرجې ۰,۵۶ °C کې یخ کیږی اوکثافت یې لږڅه یوقیمت لری ۱,۰۵–۱,۰۶ . • وینه دبدن دننه غړوحرارت ثابت ساتی Core heat اوهم یې کنترول کوی ترڅوکیماوی تعاملات په سمه توګه ترسره شی . نارمل حرارت ۳۷ °C دی . • همدارنګه وینه دبدن په میتابالیزم کې تولیدشوی مواد چې بدن ته کومه ګټه نه رسوی لکه کاربون دای اکساید CO2 ، یوریا Urea ((NH2)2CO اودشدواسید Lactic poison بهرته انتقال کوی . وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دلاندودووبرخوڅخه جوړه شوې ده . لومړی:

دوینې پلازما (Blood plasma) : دوینې ټول حجم په سل کې پینځه پنځوس (۵۵%) دیوې مایع څخه جوړدی چې دوینې پلازما په نامه سره یادیږی . پلازما دوینې په سل کې نوی ۹۰ % اوبه اوپه سل کې اته (۷–۸ %) پروتین جوړوی . دپلازما پاتې برخه دایونونوIons اولیږدوونکوموادوڅخه ترکیب شوې ده . دویم : دوینې بڅرکی یاحجرې (Blood corpuscle) : دوینې دټول حجم په سل کې پینځه څلویښت ۴۵ % دوینې درې ډوله حجری تشکیلوی چې دسرو کرویاتو erythrocytes ، سپینو کرویاتو leukocytes اوترامبوسایتونو thrombocytes په نامه سره یادیږی .

 دوینې په پلازما کې دوینې نوموړې حجرې لمبووهی . دوینې په پلازما کې لاندې مواد دیادلووړدی . •

دپلازماپروتین چې د البومین (۶۰–۸۰ %) ،ګلوبولین (۲۰–۴۰ %) اوفیبرونیګن Fibrinogen (ca. 4 %) په نامه سره یادیږی . نوموړی پروتین په یونانی ټکولکه الفا ،بیتا اوګاما (α۱-, α۲-, β- and γ-Globuline) سره ښوول کیږی . دپلازماپروتینودنده دموادوانتقال ، دناروغیو په وړاندی معافیت ، دوینې ټینګیدل او داوزموتیک فشار ثابت ساتل دی . •

په پلازماکې ایونونه لکه سوډیم Na-، کلورایدCl-،مګنیزیوم Mg-،فوسفاټ PO43− ،کلسیمCa- ، سلفراسید اونور ایونونه شتون لری . دوینې په پلازما کې ، امینواسید amino acid، لیپید، پروتین ، ګلوکوز،مالګه ،مینرالی ایونونه ، هارمونونه ، ویټامینونه دمیتابالیزم په کړنلاره کې پیداشوی مواد ،کاربون دای اکساید ،اکسیجن اونورمهم مواد شتون لری اودهغوی د انتقال دنده هم په غاړه لری . په پلازما کې داکسیجن دانتقال ضرفیت دسروکرویاتودهېموګلوبین د کیفیتی جوړښت اودلوړفشارسره تړاولری . هېموګلوبین دڅلوروپیپتید peptides ځنځیرونوڅخه جوړدی چې هریویې یوهیم ګروپ heme groups لری .هیم کمپلکس مرکبات د ی چې په مرکزکې یې داوسپنې دوه قیمته ایون Fe++ اوپه شاوخواکې یې د Porphyrine مالیکول تړلې دی . دوینې رنګ ځکه سوردی چې دهیمګلوبین مالکیول یوه برخه اوسپنه جوړوی . دهېموګلوبین پروتین په هیم ګروپ باندی داکسیجن اتوم تړلې دی . په ۱-شکل کې دوینې یوه هیستولوژیکی نمونه ښوول شوې ده. د اناتومی له مخې وینه یو تړونکی نسج یا junction tissue، بلل کېږی .

اړوند مطالب


د انسان پر وینه د مار د زهرو اغېز


د کابل د تروریستی حملې ټپیانو ته ۳ ملیونه او ۳ لکه سی سی وینه عطیه شوه


کبان د زړه د ناروغیو درمل دی


یو شمیر تیروتنې چې د انسان په مغز باندې ناوړه اغیزې کولی شی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=18461

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *