ونې او د هغې ګټې

  • خپرول: ۱۶ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 48994

زبیر افغان
ونې او نباتات د اکسیجن په چمتو کولو کی مهم رول لری. ونې سوځل سوی ګاز(کاربن اکاسیډ) ځان ته کشوی او په بدل کی یې د انسان لپاره تازه نااستعمال سوی ګاز(اکسیجن) چمتو کوی. همدارنګه ونې د هوا په صفا کولو کی جوت نقش لری.
د ونو ګټې یوازی د انسان لپاره هم نه دی؛ بلکی له حیوانه تر مرغانو یې ټولو ته فایدې رسېږی. حیوان هم ګېډه ځنی مړوی او هم یې سیوری کاروی. مرغه هم ځاله کی جوړوی او هم خوراک ترې کوی. انسان له دې پاس کارو ماسیوا د سون لپاره لرګی، د کور لپاره تیران، دستک او ښاخلې او همداسی نور کارونه هم ترې اخلی. په انسانی ژوند کی د ونو ګټو ته په کتو شرعی نصوصو کی یې هم یادونه راغلې ده چی ځینی یې دا دی:
د مسند احمد حدیث: عَنْ أُمِّ مُبَشِّرٍ، قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: ” مَنْ غَرَسَ غَرْسًا، أَوْ زَرَعَ زَرْعًا، فَأَکَلَ مِنْهُ إِنْسَانٌ، أَوْ سَبُعٌ، أَوْ دَابَّهٌ، أَوْ طَیْرٌ، فَهُوَ لَهُ صَدَقَهٌ “
ژباړه: ام مبشر ویل چی رسو الله وویل: که چا نهال کېښود یا یې کښت وکرئ، بیا که انسان، یا ځناور، یا حیوان یا هم مرغه خوراک ترې وکړ؛ د هغه لپاره صدقه ده.

تصویر
د مسلم حدیث: عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ یَغْرِسُ غَرْسًا إِلَّا کَانَ مَا أُکِلَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَهً، وَمَا سُرِقَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَهٌ، وَمَا أَکَلَ السَّبُعُ مِنْهُ فَهُوَ لَهُ صَدَقَهٌ، وَمَا أَکَلَتِ الطَّیْرُ فَهُوَ لَهُ صَدَقَهٌ، وَلَا یَرْزَؤُهُ أَحَدٌ إِلَّا کَانَ لَهُ صَدَقَهٌ»
ژباړه: جابر رض ویل چی رسول الله وویل: هیڅ مسلمان نهال نه ږدی مګر چی هر څه ځنی خوړل کېږی هغه یې صدقه ده، څه چی ترې غلا کېږی هغه یې صدقه ده، څه چی ځناور ترې خوری؛ دا یې صدقه ده، څه چی مرغان ترې خوری هغه یې صدقه ده او هیڅوک کمول نه ترې کوی مګر د ده لپاره به صدقه وی.
د بخاری حدیث: عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِکٍ، عَنِ النَّبِیِّ صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ غَرَسَ غَرْسًا، فَأَکَلَ مِنْهُ إِنْسَانٌ أَوْ دَابَّهٌ، إِلَّا کَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَهٌ»
ژباړه: انس بن مالک رض روایت کړی چی رسول الله ویل: هیڅ مسلمان نیالګی نه ږدی چی بیا انسان یا حیوان ترې خوراک وکړی؛ مګر ده ته به هغه صدقه وی.
د ونو او ځنګلونو ګټې:
ځنګلونه نه یوازی د انسانی ژوند لپاره اړین دی، بلکی د حیواناتو د پایښت، زیاتوب او خوندیتوب لپاره هم ډېر ګټور دی. د ونو له یو شمېر موادو څخه طب پوهان په طبی درملنو کی هم کار اخلی. ونې د سون توکی راکوی او د وادنیو په جوړولو کی هم له ونو ګټه اخلو.
ونې او ځنګلونه د سیمې د هوا په بدلون کی هم مهمه ونډه لری. د ونو له پاڼو د اوبو بخارات هوا ته وزی؛ نو په هوا کی د لندوالی او نمی تناسب ساتی او هوا نه خوشکېږی. همدا بخارات چی لوړ ولاړ شی، نو د وریځو په جوړولو کی مرسته کوی، د باران امکان زیاتوی او پوهان وایی چی ونې وریځی خپل لور ته را کشوی.
که په یوه سیمه کی ونې او ځنګلونه نه وی، نو د باران تېزی اوبه ځمکه ور سره وړی، غاری او لښتی په کی جوړوی او له دې سره جوخت په ځمکه کی له موجودو غذایی موادو څخه هم ځمکه بې برخې کوی. خو که ونې موجودې وی، نو د سیلابی اوبو په وړاندی د ونو ریښې ځمکه ټینګوی او د همدې ریښو او ځنګل په برکت د اوبو یاغی څپې مهارېږی، خلګ یې له شره خوندی کېږی او اوبه په ځمکه کی جذبېږی. سیلاب ځمکه نه خرابوی او تر بارانو وروسته تېز بادونه هم ځمکې ته زیان نه رسوی. ځکه ځمکه د ریښو په وسیله ټینګه وی، پر سر یې زرغونه واښه شنه وی او تر ډېره حده د باران لندوالی په ځمکه کی پاتېږی چی د وښو په را زرغونو کی لویه مرسته کوی. دې ګټو ته په کتو نو پوهان توصیه کوی چی که هر ځای ونې پرېکړل شی، باید پر ځای یې نوری ونې ولګول شی. ځکه ونې د انسانی ژوند هغه اړین توکی چمتو کوی چی انسان په ژوندی دی. ونې سوځل سوی ګاز(کاربن) اخلی او په اکسیجن یې بدلوی. پوهان وایی، یوه پنځه کلنه ونه د (۲۵) کسانو اکسیجن تولیدوی.
ځنګلونه پر غرونو، غونډیو او ځنګلی علاقو شوې واوری ژر ویلېدو ته نه پرېږدی. ځمکه لنده ساتی. د هوا له بادېدو، د سیلاب له وړلو او غارونو څخه یې خوندی ساتی. د ځنګلی حیواناتو د خوندیتوب، زیاتوب، خوراک، اوسېدنې او… ځای دی. د تختو په جوړولو، د سون د توکو په زیاتولو، د تعمیر او ودانۍ په کارونو کی له ونو او درختو ګټه اخیسته کېږی. له دې ټولو فایدو او ګټو سره ونې او ځنګلونه طبیعی مناظر دی چی پر انسانی فطرت ښه لګېږی. انسان د باغونو، ونو اوځنګلونو په لیدلو د خوښۍ احساس کوی. کله چی یو ځای خسته شی او په خپل چاپیریال کی د دیغت احساس وکړی؛ نو د باغ یا ځنګل لور ته وزی او هلته خپله خستګی او ذهنی ستومانی لیرې کوی او د طبیعی منظرو په لیدلو خپل نارمل حالت ته را ګرزی. ډاکټران د عصبی ناروغیو مریضانو ته توصیه کوی چی باغونو او د ونو لور ته ووزی او خپل طبیعت نارمل وساتی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=48994

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *