
ونزویلا کې د تاوتریخوالی د رامنځته کېدو په اړه د بشری حقونو سازمان اندېښنه
- خپرول: ۹ دلو ۱۳۹۷
- نوملړ: نړیوال
- د خبر شميره: 102642
د بشری حقونو سازمان ویلی، اندېښنه لری چې د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو به په واک کې د پاتی کېدو لپاره له تاوتریخوالی کار واخلی.
ددغه سازمان اجراییه مشر هیله مندی ښیی چې د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په واک کې د پاتی کېدو لپاره له تاوتریخوالی کار وانخلی.
ګینیټ روت د دوشنبې په ورځ په دې اړه وویل: اوس مهال زموږ اساسی اندېښنه داده چې حکومت دخپل واک د خوندیتوب لپاره په خونړی تاوتریخوالی لاس پورې نه کړی.
ښاغلی روت زیاته کړه، چې د مادورو په مشرۍ حکومت تردې وړاندې د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره له تاوتریخوالی کار اخیستی دی.
نظرات(۰ دیدگاه)