ولې له ډېر زحمت وروسته بیا هم وزن نه شئ کمولی؟

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104429


Fb-Button

ولې له غذایی رژیم او ورزشی تمرینونو سره سره لا هم په دې نه یی توانېدلی چې وزن کم کړی، بلکې ورځ تر بلې مو وزن زیاتېږی.

روغتیاپالان وایی، پر ټولو هڅو سربېره څو نور اړین ټکی هم شته چې د اضافی وزن په کمولو کې در سره مرسته کولی شی.

۱- له خوبه محروم یاست

د (ګالوپ) د نظر پوښتنې پر بنسټ، ۴۰ سلنه خلک هره شپه تر ۷ ساعتونو کم خوب کوی. که تاسو په ټاکلې اندازه خوب ونه کړی، په بدن کې مو د سټرېس هورمونونه، قند او انسولین زیاتېږی چې دا ټول د لوږې لامل کېږی.

۲- سخت تمرین ډېر خوراک ته لاره هواروی

د اندام د تناسب او تغذیې متخصص الکیم وایی، دا چې تاسو د ورزش پر مهال ۷۰۰ کالوری انرژی سوځولې ده، دا مانا نه لری چې اوس ستاسو لاس خلاص دی، هر څه چې خوری خوړلی یې شی. ډېر ورزش هم د وزن د زیاتوالی لامل ګرځی.

۳- په زیاته اندازه خواږه خوری

۴- سټرېس لری یا پر ژور خپګان اخته یاست

۵- د ویټامین ډی له کمښت سره مخ یاست

حمیدالله حمیدی