آریانا سعید ولی دومره شتمنۍ لری؟

  • خپرول: ۲۶ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 31258

مساله دا نده چې آریانا سعید کنسرت ورکوی یا نه ورکوی ، بلکه موضوع داده چې سعید د خپلې کنسرت ګټې بېوزله خلکو ته ورکوی که نه .
مساله داده چې په بدمرغه ټولنه او هېواد لکه افغانستان کې ولی باید د آریانا په څېر یو شخص دومره ګټې ولری؟
ولی هغه خلک چې یوه ګوله ډوډۍ نه لری ، لاسونه سره ورکوی ترڅو د آریانا سعید شمتن کېدو په برخه کې مرسته وکړی او وروسته آریانا هغه ګټې چې د ځینو کسانو څخه ترلاسه کړې په ډېر ویاړ او تبلیغاتی بڼې سره ځینو بېوزله کسانو ته وړاندې کړی؟
آریانا سعید په خپله مرکه کې ویلی : د افغانستان خلک په اوسنیو حالاتو کې ښادۍ او خندا ته اړتیا لری . څه پېښه شوې چې موژ فکر کوو ښادۍ او خندا په اوسنیو حالاتو کې د شپې ډوډۍ او برېښنا په پرتله ډېر ارزښت لری؟
موژ ته څرنګه فریب ورکړل چې په دې باندې مو باور وکړ چې ډوډۍ ته اړتیا نه لرو خو د آریانا سعید او د مبورې نندارتون ته اړتیا لرو.
موژ په دې خاطر بدبخت یو چې نه پوهېژو زموژ بدبختی کوم دی.
خلیل صدرا

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=31258

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *