ولسی جرګې د ۱۳۹۸ مالی کال بودجه تصویب کړه

  • خپرول: ۱۰ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 97152

د افغانستان ولسی جرګې نن دوشنبه د مرغومی په ۱۰مه د رایو په اکثریت، د ۱۳۹۸ مالی کال بودجه تصویب کړه.
په ټولیزه توګه د ۱۳۹۸ مالی کال لپاره ۳۹۹ میلیارد افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومی له دې مخکې د مشرانو جرګې په جلسه کې ویلی وو چې د ۱۳۹۸ مالی کال لپاره ټوله بودجه ۳۹۹ میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوې او په دغې بودجه کې ۲۷۵ میلیارد افغانۍ عادی او ۱۲۴ میلیارد پراختیا یی بودجه پیشبنی شوې ده.
د افغانستان د مالېې وزارت سرپرست وزیر زیاته کړې وه چې د راتلونکې کال د بودجې په تنظیم کې پر پراختیایی بودجې ډېر تمرکز شوی دی. د دغې پراختیایی بودجې زیاته برخه، د زیربنا رغونې، د کلیو پراختیا، روغتیا، حکومتولۍ،کرهنې او پوهنې ته ځانګړې شوې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=97152

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




25 − 22 =