ولسی جرګه: ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ باید په ملی مسایلو کې یو نظر ولری

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 104160

د ولسی جرګې ځینې غړی په ملی مسایلو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او  اجرایی ریاست ترمنځ د یووالی غوښتنه کړې او ویلی په داډول مسایلو  کې نباید د ګاونډیو هېوادونو ګټې د ملی ګټو په پرتله غوره وګڼل شی.

د پاکستان د بهرنیو چارو تر وزیر وروسته تېره ورځ د افغانستان د ملی یووالی حکومت د اجرائیه ریاست ویاند هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د افغان ولسمشر ټوېټ د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې په معنا وباله.

ولسمشر غنی د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستان حکومت لخوا د تاوتریخوالې ډک چلند باندې اندېښنه شوولې وه.

د ملی یووالی حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمی تېره ورځ له طلوع نیوز خصوصی ټلوېزیون سره مرکه ویلی چې دا ډول مسائل باید د افغانستان لپاره په لومړیتوبونو کې نه وی ځکه افغانستان خپله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

پر همدې مهال د افغانستان د ولسی جرګې د بهرنیو چارو کمېسیون غړی بیا وایی د ملی یووالی حکومت مشرانو ته پکار دی چې د ملی مسائلو په اړه یو واحد نظر ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104160

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *