ولسی جرګه: سرغړونکی استازی باید محاکمه شی

  • خپرول: ۱۷ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 92431

د ولسی جرګې غړی ټینګار کوی ټول هغه کسان چې په پارلمانی ټاکنو کې په درغلیو لاس پورې کړی وی، باید عدلی او قضایی بنسټونو ته ور وپېژندل شی او مجازات شی.
د ولسی جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار ددغې جرګې د شنبه ورځې په غونډه کې وویل، هغه کسان چې په پارلمانی ټاکنو کې درغلی کړی وی او یا ټاکنې له ستونزو سره مخ کړی، باید په ډاګه شی او د قانون له مخې عدلی او قضایی بنسټونو ته ور وپېژندل شی ترڅو مجازات شی.
ښاغلی یار زیاته کړه، هغه کسان چې په پارلمانی ټاکنو کې د رامنځته شویو حالاتو مسوول ګڼل شوی، باید مجازات شی نه داچې ټاکنې له باطلېدو او ستونزو سره مخ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=92431

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




11 − = 5