ولسی جرګه: د ټاکنو کمیسیون غړی باید محاکمه شی

  • خپرول: ۱۷ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 98581

د ولسی جرګې غړو د پارلمانی ټاکنو د کمزوری مدیریت په تړاو د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو د محاکمه کېدو غوښتونکی شول او وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پیل د قانون پر خلاف دی. د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د جرګې دوشنبه ورځې په غونډه کې استازو د ټاکنو کمیسیون پر کړنو د سختې نیوکې ترڅنګ وویل چې د پارلمانی ټاکنو له ترسره کېدو څخه د درې میاشتې په تېرېدو تردې دمه ددې ټاکنو پایلې نه دی روښانه شوی او دا ناورین د افغانستان خلکو او امریکا عزت چې خپل ځان د افغانستان ډموکراسۍ ملاتړ کوونکی بولی، لمنځه وړی دی.
د جرګې استازو د ولسمشریزو ټاکنو د نوم لیکنې بهیر پیل د قانون پر خلاف بللی، ځکه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو نېټې په ځنډ سره د نوماندانو د نوم لیکنې وخت هم باید ځنډول شوی وای له دې پرته د قانون پرخلاف نوماندانو ته ۶ میاشتې وخت ورکول کېږی ترڅو کمپاین وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=98581

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 3 = 6