ولسی جرګه: د بهرنیو ځواکونو مېلمستونونه باید له هستوګنیزو سیمو بهر شی

  • خپرول: ۲۶ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 100374

د ولسی جرګې غړو له حکومته غوښتی ترڅو د کابل له هستوګنیزو سیمو څخه د بهرنیانو مېلمستونونو د لېږلو په موخه اقدام وکړی ترڅو د دښمن د بریدونو په پایله کې ملکی وګړو ته زیان ونه رسېږی.
د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی ددې جرګې د چهارشنبه ورځې په غونډه کې د کابل نهمې حوزې اړوند د بهرنیانو پر یوه مېلمستون د ځانمرګی برید په غبرګون ویلی چې د بهرنیانو مېلمستونونه باید له هستوګنیزو سیمو څخه نورو ځایونو ته ولېږل شی.
ښاغلی ابراهیمی زیاته کړه چې حکومت باید هرڅه ژر له هستوګنیزو سیمو څخه د بهرنیانو مېلمستونونو د لېږلو په موخه اقدام وکړی ترڅو دده په وینا، د دښمن د بریدونو په پایله کې ملکی وګړو ته زیان ونه رسېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100374

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 58 = 66