ولسی جرګې کابل ته د پاکستان لومړی وزیر د سفر په اړه نیوکه کړې

  • خپرول: ۱۸ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 52890

کابل ته د پاکستان لومړی‌وزیر شاهدخاقان عباسی له سفره یوه ورځ وروسته د افغانستان ولسی جرګې نن د جرګې عمومی غونډې کې دغه سفر ته غبرګون وښود.
د ولسی جرګې ځېنو غړیو د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست د مکرجنې ګیدړې حرکات وبلل او له ولسمشره یې وغوښتل چې په‌دې برخه کې فکری سیاست غوره کړی.
د ولسی جرګې ځېنې نور غړی باوری دی چې له افغان چارواکیو سره د پاکستان لومړی‌وزیر لیدنه کې په رمزی ډول د ډیورند فرضی کرښه په رسمیت پېژندل شوې‌ده.
د ولسی جرګې غړی شکېبا هاشمی او محمدسرور عثمانی فراهی وایی، ټوله نړۍ پوهېږی چې د ترهګرۍ مرکز په پاکستان کې دی او (ای. اېس. ای) یې ملاتړ کوی خو دلته هوکړه کېږی چې افغانستان کې هم ترهګری شته او موږ پوله‌ ساتو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=52890

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *