ولسی جرګې د ۱۳۹۷ کال بودجه تصویب کړه

  • خپرول: ۲۷ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41232

له اوږدو بحثونو او یو لړ بدلونونو وروسته د ۱۳۹۷ لمریز مالی کال بودجه د افغانستان د ولسی جرګې له‎خوا تصویب شوه.
د دغې جرګې د مالی او بودجوی کمېسیون رئیس امیر خان یار د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» د دغې جرګې په عمومی ناسته کې وویل چې د یوې متوازنې بودجې د جوړولو په هدف د ولسی جرګې د بېلابېلو کمېسیونونو او دولتی ادارو سره له ناستې وروسته د بودجې په دوهمه مسوده کې یو لړ اړین تغییرات راوستل شول.
د ۱۳۹۷ لمریز مالی کال پر بودجې د وکیلانو له ازاد بحث او د مالی او بودجوی کمېسیون له‎خوا د معلوماتو وړاندې کولو وروسته رأی ګېری وشوه چې په پایله کې یې د ۱۳۹۷ مالی کال بودجه په اکثریت رأیو سره تصویب شوه.
په ټوله کې د ۱۳۹۷ مالی کال بودجه څه باندې ۳۷۷ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې چې ۲۶۶،۱۰۳ میلیارده‌یې عادی او ۱۱۰،۸۷۸یې پراختیایی ده.
له دې وړاندې د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د افغانستان ولسی جرګې په بودجه کې توازن او عدالت ته د نه‌پاملرنې له امله د ۱۳۹۷مالی بودجه رد کړې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41232

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *