ولسی جرګې د بیت المقدس په اړه د ترامپ فرمان د لغو کولو غوښتونکی شو

  • خپرول: ۱۸ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 40051

د افغانستان ولسی جرګې د اسراییل پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو په اړه د امریکا ولسمشر فرمان په غبرګون دېوې اعلامیې په خپرولو سره د هغه لغو غوښتونکی شو.
ددغې اعلامیې په یوه برخه کې چې د شنبه په ورځ په عمومی غونډه کې بلل شوې ، راغلی : د اسراییل ظالم رژیم د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس اعلان کېدل ، د نړۍ په تولو برخوکې د اسلامی امت د احساساتو په وړاندې یو غیرمسوولانه اقدام دی.
ولسی جرګې د ترامپ دغه اقدام یې یو ډول تاوتریخوالۍ بللی ویلی چې نړیواله سوله د جدی ګواښونو سره مخ کوی.
ولسی جرګې د ټولو اسلامی هېوادونو څخه غوښتی چې د بیت المقدس څخه ددفاع او د نیولو سره د مبارزې په موخه ، خپل دریځ روښانه کړی او سره یوموټی شی او د تاوتریخوالۍ ډک او دغه غیرانسانی اقدام سره د مبارزې په موخه ، دیاد فرمان د لغو کېدو تروقته پورې د امریکا سره خپلې دیپلوماتېکې او سوداګریزې اړېکې وځنډوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40051

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *