ولسی جرګې ته نوماند عبدالجبار قهرمان په یوه چاودنه کې ووژل شو

  • خپرول: ۲۵ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 87991

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکی د پارلمانی ټاکنو نوماند عبدالجبار قهرمان اړوند ټاکنیز دفتر کې د چاودنې ترسره کېدل تاییدوی.
د هلمند والی ویاند عمر زواک رسنیو ته ویلی چې دا چاودنه نن چهارشنبه ورځ سهار په لشکرګاه ښار کې د ښاغلی قهرمان په ټاکنیز دفتر دننه ترسره شوې ده.
زواک زیاته کړه چې په دې چاودنه کې عبدالجبار قهرمان خپل ژوند دلاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوی دی.
د والی ویاند په وینا، چاوېدونکی توکی د ښاغلی قهرمان په څوکۍ کې ځای پرځای شوی وو.
دا چاودنه په داسې حال کې ترسره کېږی چې نېږدې دوه اونۍ وړاندې ځانمرګی برید کوونکی په هلمند ولایت کې د صالح محمد اڅکزی اړوند ټاکنیزه غونډه موخه ګرځولې وه.
د یاد برید له امله د پارلمانی ټاکنو نوماند صالح محمد اڅکزی له ۱۳ نورو سره ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
داپه داسې حال کې ده چې ټاکل شوې پارلمانی ټاکنې د شنبه په ورځ د تلی په ۲۸ مه ترسره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87991

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *