ولسی جرګې امنیتی چارواکی احضار کړل

  • خپرول: ۶ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 88333

ولسی جرګې اعلان وکړ چې تر راتلونکې دوه ورځو پورې د هېواد امنیتی حالاتو او د جنرال عبدالرازق د وژنې په تړاو امنیتی مسولین استجواب کوی.
د ولسی جرګې غړو د افغانستان امنیتی او سیاسی چارواکو په ځانګړی ډول د کندهار د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرازق د وژنې په تور پرله پسې وژنې د اندېښنې وړ بللی او ددغه موضوع د روښانه کېدو غوښتونکی شول.
د جرګې د کورنی امنیت کمیسیون هم هغه راپور چې د جنرال عبدالرازق او جنرال عبدالجبار قهرمان د وژنې پېښې په تړاو چمتو کړی وو، وړاندې کړ او د ټاکنو په درشل کې د جنرالرازق وژنه یوه مهمه او جدی موضوع وباله.
د کندهار د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرازق د یاد ولایت د ملی امنیت له مشر مومن حسین خان سره د یوې امنیتی ناستې پرمهال ووژل شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88333

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




4 + 1 =